د طالبانو حکومت وایي، د داعش خراسان څانګې مرکزونه او پټنځایونه د پاکستان بلوچستان کې دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې داعش پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري او له هغه ځایه د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو کې بریدونه طرحه کوي.
د مجاهد په خبره، د افغانستان په خاوره کې د داعش ډلې تر ځپل کېدو وروسته د دغې ډلې مشران او غړي استخباراتي کړیو د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال کړي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت د پاکستان په اړه ورته څرګندونې کوي.
تر دې وړاندې پاکستان په ځلونو په طالبانو تور لګولی چې افغانستان کې ترهګر روزي او سیمه پرې ناامنه کوي.