د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له لوري په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو پرېکړې اندېښمن کړي دي.
د دغه سازمان څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې نېول شوي چې اوس په لس کاله بند محکوم شوي.
یادې ادارې په نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو دغه خبریالان له بنده ازاد کړي.
ویل کېږي، چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.