د اسرائیلو جنګي جیټ الوتکو نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې بمبار کړی.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی په دغو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمې په نښه کړي دي.
د اسرائیل پوځ زیاته کړې، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزبالله پوځي وړتیاوې لهمنځه یوسي.
ددغه بریدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات نه دي خپاره شوي.