په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې څخه د بریکس راتلونکې غونډه کې د ګډون پرلپسې غوښتنه وکړه، او تردې مهاله یې لا کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د بریکس هیوادونو پریکړه کړې چې نوي هیوادونه د غړو په توګه نشي منلی.
نوموړي ویلي، چې دا پریکړه د بریکس غړو هیوادونو په غوښتنه شوې ده.
ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بریکس د پنځو اصلي غړو برازیل، روسیې، هند، چین، او سویلي افریقا تر څنګ په دې ډله کې شامل شوي دي.
تر دې مهاله شاوخوا ۴۰ هېوادونو په بریکس کې د غړیتوب لپاره لېوالتیا ښودلې او په دې کې نږدې ۲۲ هېوادونو په رسمي توګه په دغې ډلې کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې ددغه اقتصادي سازمان راتلونکې غونډه د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴مې په روسیه کې جوړیږي.