د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې غبرګونونه راپارولي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حسن نصراله وژنه او د حزبالله کمزوري کېدل د ایران لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.
خلیلزاد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي په ګډون ایراني مشران وېرېږي چې دوی به هم په نښه او ووژل شي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیل په هوايي برید کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره-سره به هم د هغه لاره روانه وي.
په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران هوايي شرکت ایران اییر بیروت ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.
بلخوا رویټرز ویلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې د اسراییل وروستي بریدونه د اسراییل د “نسل وژنې، اشغال او تېري” د پالیسۍ د برخې په توګه غندلي.
حماس ډلې هم د حسن نصرالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.