د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي له ټولو مسلمانانو غوښتي چې د اسرائیل پر وړاندې د حزب الله ملاتړ وکړي.
هغه د اسرائیل رژیم، غاصب او ظالم بللی او ویلي یې دي چې مسلمانان باید له حزب الله سره پر درېدلو له دغه رژیم غچ واخلي.
د یادونې ده چې څو شېبې وړاندې د حزب الله ډلې د خپل مشر حسن نصرالله وژنه تائید کړه.