د بخښنې نړۍوال سازمان د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ.
د بخښنې نړۍوال په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د زده کړو فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو له زندانه ازاد شو.
یاد سازمان زیاته کړې، چې عظیمي د ښځو او نجونو د زده کړو د دفاع په خاطر زنداني شوی و چې باید زندان ته نه وای لېږل شوی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې احمد فهیم عظیمي پروسږ کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې نېول شوی و.