وروسته تر هغې چې جرمني، اسټرلیا، کاناډا او هالنډ د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون»څخه د سرغړونې په تړاو د طالبانو پر وړاندې جرمونو له کبله نړیوالې محکمې ته د عاریضې اعلامیه خپره کړه، تازه د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې تړاو له رسمي شکایت ثبتولو هرکلی کړی.
مېرمن کوفي پر اېکسپاڼه لیکلي، دا کنوانسیون یوازینی نړیوال قانوني سند نه دی چې طالبانو تر پښو لاندې کړی.
کوفي زیاتوي، نړیوال سازمانونه باید په قانون کې د«جنسيتي تبعيض» د ثبت لپاره اقدامات وکړي؛ ترڅو بې دفاع خلک په نړیوال حقوقي سیسټم باور وکړي.