د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي وايي، له حماس او حزب الله څخه ملاتړ واجب دی.
نوموړي نن له یو شمېر چارواکو سر ناسته کې ویلي، چې نړۍ غواړي د ایران پر وړاندې پلمې پیدا کړي او په خبره، یې چې بشري حقونه، اټومي انرژي او نورې ټولې بهانې یوازې غربي نړۍ د دوی د اسلامي نظام پر وړاندې کوي.
هغه ویلي، تر هغې به دا پلمې نه لرې کېږي، ترڅو دوی د هغوی خبرې ومني؛ خو زیاته کړې یې ده، چې ایران به هیڅ وخت چاته تسلیم نه شي.