سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeافغانستاند طالبانو مشر؛امرباالمعروف باید خلکو ته اسلام او نیک اخلاق ور وښيي

د طالبانو مشر؛امرباالمعروف باید خلکو ته اسلام او نیک اخلاق ور وښيي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده کندز کې د علماوو یوې غونډې ته ویلي، چې د خلکو اسلامي عملونه هېر شوي او اسلام سره نا اشنا شوي.

نوموړي پر امرباالمعروف وزارت یو وار بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام اساسات پر خلکو عملي کړي.

د هغه په خبره، دا وزارت باید خلکو ته نیک اخلاق ور وښيي، خلک له بدو عاداتو لرې کړي او له هغو ګناوو یې مخه ونیسي، چې د شریعت خلاف وي.

هغه ویلي، طالبان باید عشرونه راټول کړي.

د یادونې ده، چې د هغه دغه لنډ خبري کلیپ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here