د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي.
یاد سازمان تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان غواړي، چې د افغانستان رسنۍ د خپلو تبلیغاتي د وسیلو په توګه وکاروي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو کابل کې د زیاتو رسنیو مدیران احضار کړي او ځینې دستورونه یې ورکړي، چې باید ترسره یې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه په افغانستان کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو پر نشر هم بندیز لګېدلی دی.