پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانډیکارلو:د طالبانو د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر دی

ډیکارلو:د طالبانو د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر بللی دی.

هغې د یاد سازمان یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له رامنځته کېدو وړاندې یو شمېر هېوادونو د دوحې د پروسې مخته تګ سره لېوال وو، خو یاد قانون وضعیت پیچلی کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت دې له نړۍوالو سره پر خپلو ژمنو ودريږي.

تر دې وړاندې د یاد سازمان نورو چارواکو هم پر دغه قانون نیوکه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here