باوري سرچینې حماسه میډیا ته وایي، چې د طالبانو حکومت شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کړی دی.
د معلوماتو له مخې، هغه د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله زنداني شوی دی.
تر اوسه د هغه په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو غزنوي پیاوړی دیني عالم و، چې د طالبانو حکومت ډېر شمېر چارواکي یې شاګردان هم تېر شوي دي.
په همدې حال کې د هغه یو شمېر ملګري وايي، چې مولوي غزنوي حق بیانوو او د طالبانو حکومت کې چې څوک حق وايي، نو ځای یې نه وي.
تر اوسه د هغه په اړه څه معلومات نشته، چې چېرته زنداني دی.
مونږ هڅه وکړه، چې د غزنوي له کورنۍ سره په دې اړه اړیکه ټینګه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.