شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانواشنګټن پوسټ:افغانستان کې له نجونو سربېره نارینه هم له ګڼو محدودیتونو سره...

واشنګټن پوسټ:افغانستان کې له نجونو سربېره نارینه هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې ویلي، چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.

واشنګټن پوسټ دغه راز ویلي، چې ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.

د واشنګټن پوسټ په خبره، دا محدودیتونه پخوا هم و، خو په تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د امر بالمعروف لخوا نوی قانون توشیح کړ چې دا قانون په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here