د زدهکړو د برخې د فعال احمد فهیم عظيمي کورنۍ د طالبانو له حکومت غوښتي، چې نوموړی را خوشې کړي.
د نوموړي کورنۍ ویلي، چې د هغه د روحي او جسمي روغتیایي وضعیت په اړه زیاته اندېښنه لري.
د هغه کورنۍ ویلي، چې عظیمي د څه باندې ١١ میاشتو راهیسې په نامعلوم جرم د طالبانو حکومت سره زنداني دی.
په ورته وخت کې د بخښنې نړيوال سازمان هم ویلي، چې احمد فهیم عظيمي هېڅ جرم نه دی کړی او رواني وضعیت یې هم مخ په خرابېدو دی؛ نو د طالبانو حکومت دې نوموړی ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت احمد فهیم عظیمي او ملګری یې صدیقالله افغان د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې له خپل دفتره ونیول، افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په زندان کې دی.