شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته:«محمودشاه حبیبي له لومړي سره زمونږ سره...

ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته:«محمودشاه حبیبي له لومړي سره زمونږ سره نشته، پدې اړه ټولې ادعاوې ناسمې دي»

‏پداسې حال کې چې د ملکي هوایي چلند د پخواني مشر محمود شاه حبیبي کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو نوموړی د القاعده شبکې ته سپارلی خو د طالبانو حکومت وایي، محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته او پدې اړه شوې ټولې ادعاوې ناسمې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته وویل:« دا خبره سمه نده او محمودشاه له لومړي سره زموږ سره نشته.»

خو د محمود شاه حبیبي کورنۍ ویلي، چې دوی ته رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي چې محمود شاه حبیبي د ايمن الظواهري ځای امريکا ته افشا کړی وو او د امریکا په بې پیلوټه برید کې ووژل شو.

طالبانو د ظواهري تر وژنې وروسته محمود شاه حبیبي او د هغوی د دفتر نور کارکوونکي ونیول چې د لنډې مودې وروسته نور کارکوونکي خوشې شول؛ خو محمودشاه د دوی په بند کې وو او اوسمهال یې د القاعده شبکې ته سپارلی دی.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې طالبانو د اسامه بن لادن پر ساتلو د خپل تېر رژیم د بایللو خبره کوي؛ خو اوس څنګه یو افغان مسلمان یوې بهرنۍ وسله والې ډلې ته سپاري؟

دوی د پوښتنې په شکل ویلي، چې ایا د اسلامي نظام دعوه کوونکي داسې کولای شي؟

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here