د ایران د اسلامي یووالي کنفرانس کې د دغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د درېدو په غبرګون کې په تېر جمهوري نظام کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.
ښاغلي فدایي په خپله ایکسپاڼه د ایران ملي سرود ته د طالبانو د درېدو ویډیو سره لیکلي، چې بالاخره موسیقي ته درناوی حلال او روا شو.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه وغوښته.
منصور ویلي وه، چې ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبان) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه دریږي.