د طالبانو حکومت مشر ملا هبتالله اخندزاده یو وار بیا د امربالمعروف وزارت د وروستي قانون پر اجرا ټینګار کړی.
هغه دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، چې عالمان هم باید په دې برخه کې کار وکړي.
نوموړي دیني عالمان د ټولنیز ثبات لپاره مهم بللي دي.
د هبت الله په خبره، پخوا د منبر او نظام ژبه په تضاد کې وه او اوس باید دا ژبه یوه وي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت مشر د امربالمعروف قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی و.