جمعیت اسلامي ګوند وایي، د برهان الدین رباني په مشري ” د افغانستان اسلامي دولت” وخت کې هم طالبانو د جګړې درېدو لپاره رباني ته د نجونو د زده کړو بندېدو وړاندیز کړی و، چې هغه رد کړی و.
یاد ګوند یوه اعلامیه کې ویلي، چې رباني د دوی وړاندیز په شرعي دلایلو رد کړی و.
دا ګوند یاده اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې له درې کالو زیاته موده وشوه، چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي.