یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستانمتقي:د انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي او په موږ یې تورونه...

متقي:د انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي او په موږ یې تورونه ولګول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي.

ښاغلي متقي ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نشته او نه یې هم په تیرو دریو کلونو کې کوم هیواد ته زیان رسولی دی.

متقي زیاته کړې چې موږ شپږ ګاونډیان لرو او تر اوسه هیڅ ګاونډي هیواد د افغانستان لخوا د ستونزې د پېښېدو غږ پرې نه دی کړی، یوازې یو هیواد چې کله کله تور لګوي.

متقي ویلي، له بده مرغه د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې تورونه ولګول چې د دوی لپاره مناسب نه وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here