وروسته تر هغې چې پېښور کې د طالبانو حکومت سر قونسل د پاکستان ملي سرود ته ونه درېد؛ نو دې کړنې د پاکستاني رسنیو او فعالانو غبرګونونه را پارولي.
دوی وایي، دا کار د پاکستان حیثیت او ملي سرود ته بې احترامي ده.
فعالانو د سرقونسل محبالله شاکر دا کړنه پاکستان ته توهین بللی دی.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ملي سرود حرام ګڼي او افغانستان کې یې هم ورباندې بندیز لګولی.