دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند مقاومت په نوم جبهه:د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو...

د مقاومت په نوم جبهه:د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور سرسري دی

د مقاومت په نوم جبهې د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو پر راپور نیوکه کړې.

دوی په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دغه راپور کې د دوی ځینې کړنې له نظره غورځول شوي.

اعلامیه کې راغلي، یادې جبهې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو ډېر بریدونه کړي؛ خو راپور کې یوازې له ۵۳ پېښو یادونه شوې.

یادې ډلې دغه راز ویلي چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې یې ۱۰۷ بریدونه کړي چې ۱۴۹ طالب سرتېري یې وژلي او ۱۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوی دا راپور په افغانستان کې د موجودو واقیعتونو په اړه محافظه کارانه ګڼلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here