د طالبانو حکومت مشر ملا هبتالله اخندزاده وايي، د دوی حکومت ورځ تر بلې د ښه کېدو پر لور روان دی.
هغه په کندهار کې د ۴۸۰ پولیسو فراغت غونډې ته ویلي، چې خلک دې نه ناهیلي کېږي.
نوموړي دغه راز له طالب سرتېرو غوښتي چې د ده پیروي ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه لرله.