اوراسیا خبريـتحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.
داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.
راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.
دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.