د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې تېر کال یې د ګڼو رسنیو سرغړونې اصلاح کړې.
د یاد وزارت چارواکو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر کال کې د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د دوی له پالیسي سر سم اصلاح شوي دي.
دوی دغه راز ویلي چې تر اوسه افغانستان خپل چاپ قرانکریم نه درلود؛ خو د دوی له راتګ سره سم په دولس بېلابېلو بڼوچاپ شو.