افغان خبریال عبدالعزیز سخيزاده په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له لوري ټپي شوی دی.
هغه پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه لس بجې خپل کورته نږدې پرې برید شوی.
نوموړي ویلي، د سر په برخه کې یې ټپ خوړلی دی.
هغه د وسله والو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ افغان خبریالان په پاکستان کې له دا ډول بریدونو سره مخ شوي دي.