د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه څوک چې له خپل هېواد څخه وځي؛ نو له خپل هېواد، ځان او کورنیو سره خیانت کوي.
هغه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې پر محصلینو لګښت شوی او دا لګښت، د وزیر، رییس، او بل هیڅ چارواکي نه دي، بلکې دا لګښتونه د بېوسو افغانانو دي.
ندا محمد ندیم ویلي، ځوانان باید دا فکر ونه کړي، چې په بل هېواد کې ورته ټولې زمینې برابرې دي؛ بلکې هلته به هم په هوټل کې په کار اخته وي او یا به بل ځای کار ته اوږه ورکوي.