پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په وروستیو سیاستونو کې د اختلاف له کبله د دغه هېواد حکومت د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی اصف درانی له دندې لرې کړ.
د راپورونو له مخې، د پاکسنتان پوځ له اصف دراني خوښ نه وو او ویلي دي، چې نوموړي د دوی پالیسي ته پام نه دی کړی.
د یادونې ده چې اصف درانی د تېر کال په می میاشت کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو.