یو شمېر ولایتونو ته د طالبانو حکومت د مشر هبت الله احندازده سفر پای ته ورسېد.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا سفر د سنبلې میاشتې په اوومه هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ته پیل شوی وو، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.
خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي په دې سفر کې د ولایتونو له مسؤلینو او یو شمېر قول اردګانو څخه لیدنه وکړه چې تر ډېره یې خبرې په پیروي، له خلکو سره په ښه چلند او له تعصب څخه پر ډډې کولو ور ټولې وې.
دا لومړی ځل دی چې ملا هبتالله د ولایتونو په سفر وځي.