د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري چې یوه اونۍ وړاندې یې د روسیې له خبري اژانس ټاس سره په مرکه کې ویلي و چې د طالبانو حکومت پلان لري چې له روسیې څخه د هوايي دفاع تجهیزات واخلي، له دندې ګوښه شوی دی.
یو مکتوب چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د عبدالبصیر صابري د استعفاء یادونه پکې شوې ده.
په دغه فرمان کې چې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې له دې وروسته به مولوي عبدالقیوم الیاس د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس په توګه کار کوي.
ویل کېږي چې مولوي عبدالبصير صابري، چې د قاري صلاح الدين ايوبي نږدې کس او د فارياب ولايت اوسېدونکى دى، د طالبانو حکومت له خوا د غير مسوولانه څرګندونو په تور له دندې ګوښه شوى دى.
د یادونې ده چې په ټاس خبري اژانس کې د عبدالبصیر صابري د مرکې له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغې ډلې له روسیې سره د هوايي دفاعي تجهیزاتو د پېرلو په اړه خبرې نه دي کړي.