دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند طالبانو حکومت پوهنې وزارت:هېواد کې مو شاوخوا ۲۰ زره دیني مدرسې...

د طالبانو حکومت پوهنې وزارت:هېواد کې مو شاوخوا ۲۰ زره دیني مدرسې جوړې کړي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۹ زره او ۶۹۹ دیني مدرسې جوړې شوې.

د دغه وزارت چارواکو نن یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ کسان په دیني زده کړو بوخت دي.

دوی ویلي، تېر کال یې ۳۱۶ ښوونځي جوړ کړي چې ټولټال په ښوونځیو کې ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دریو کالو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here