دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانحال‌وش:ایران نن سهار د یو افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړي...

حال‌وش:ایران نن سهار د یو افغان په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي

حال‌وش اژانس خبر ورکړی، چې ایران نن سهار د یو افغان په شمول شپږ تنه اعدام کړي دي.

یاد کسان د ایران په زاهدان ښار کې اعدام شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن وو.

حا‌ل‌وش لیکلی، په اعدام شویو کسانو کې څلور نفره بلوڅان او یو د نور محمد نورزي په نوم افغان دی، چې د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی.

دوی د شپږم کس په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې ایران په تېرو اتو میاشتو کې تر سلو ډېر کسان د نشه‌يي توکو او بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here