دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستاند جمهوریت والي؛محمد حلیم فدایي د امارت وزیر ته د مناظرې چلنج...

د جمهوریت والي؛محمد حلیم فدایي د امارت وزیر ته د مناظرې چلنج ورکړ

په تېر جمهوري نظام کې د خوست والي حلیم فدایي د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د مناظرې چلنج ورکړ.

حلیم فدایي لیکلي،” د لوړو زده کړو د ټیټ وزیر همدې ټیټو خبرو په اړه د قرآن او حدیث رڼا کې حاضر یم چې له نوموړي سره د رسنیو پر وړاندې بحث وکړم.”

فدایي دغه راز زیاته کړې چې د لوړو زده کړو وزیر ان د بغدادي قاعدې حروف هم په درست ډول نشي ادا کولای.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست ندامحمد ندیم ویلي وه چې د نجونو د زده کړو د روا او ناروا په اړه د علماوو تحقیق روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here