د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د نشهيي توکو د هغو قاچاقبرو مخه باید ونیول شي، چې د ښار په منځ کې دا توکي نورو ته رسوي.
هغه نن د نشهيي توکو د مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د دغو توکو مخنیوي لپاره باید قوي مبارزه وشي.
متقي سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید په هر اړخیزه توکه کار وشي.
بل لورته په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر او سیاسي مرستیال سراج الدین حقاني له نړۍ غوښتي چې دوی د نشهيي تکو پر وړاندې مبارزې ته یوازې پرېنږدي.