د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، امربالمعروف او نهي عنالمنکر نوی قانون له عمومي ټولنې د ښځو بشپړ لرې کولو په معنی دی.
هغې ویلي، په دې اړه یې نور صبر پای ته رسېدلی.
نوموړې یو وار بیا له افغانانو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.
رینا امیري دغه راز د امرباالمعروف د وروستي قانون په اړه له قطري چارواکو سره اندېښنې هم شریکې کړې دي.