د بشري حقونو سازمان وایي، ایران په اګست میاشت کې سل کسان اعدام کړي دي.
یاد سازمان ویلي، په دغو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۸ بلوڅان، او ۹ کردان اعدام شوي دي.
له دې سره په تېرو ۸ میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۴۰۲ کسانو ته رسېږي.
په دغو کسانو ۵۰ تنه د قتل او ۴۶ نور د نشهیي توکو په تور اعدام شوي دي.