په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د تېرې ورځې د ځانمرګي برید له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره کمه وايي؛ خو باوري سرچینې وايي چې په دغه برید کې تر دېرشو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې یوازې د څارنوالۍ ۱۶ کارکوونکي وژل شوي چې ټول یې د پخواني حکومت کار کوونکي وو.
د طالبانو حکومت د دوی مړینه هم پټه کړې ده.
بل لورته په برید کې یو شمېر عام خلک هم وژل شوي؛ خو د طالبانو حکومت امنیه قومنداني بیا یوازې د یوې مېرمنې په شمول د شپږ تنو وژل کېدل تائیدوي.