شنبه, جون 14, 2025
Homeکورپاڼهتېره اګست میاشت؛پاکستاني طالبانو ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ...

تېره اګست میاشت؛پاکستاني طالبانو ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ټي‌ټي‌پي ډلې په تېره اګست میاشت کې په بېلابېلو ځایونو کې پر پاکستاني پوځيانو، امنیتي کسانو او د پاکستان حکومت پورې تړلو کسانو باندې ۲۴۳ بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له منځه ۷۴ په دېره اسماعیل خان، ۵۰ په جنوبي وزیرستان ، ۶۵ په بنو، ۵۵ په شمالي وزیرستان، ۵۴ پېښور ، ۴۳ په خیبر ایجنسي او یو شمېر نور بریدونه هم د یادې ډلې له لوري د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

یادې ډلې ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۰۲ یې وژل شوي او ۲۴۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یې له پاکستاني پوځيانو یو شمېر وسایط نیولي او ګڼ شمېر نور یې ویجاړ کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here