دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانشریف جاسوس، که شریف شریک؟

شریف جاسوس، که شریف شریک؟

لیکوال: محمد حلیم فدایي افغان سیاستوال او پخوانی والي.
د افغانستان د بې ثباتي علتونه ډېر دي. هم داخلي او هم بېروني. زه څو مشخصو علتونو ته اشاره کوم:

جغرافیه مهمه ده، نه انسانان:
نړۍ ته د افغانستان جغرافیه په کار ده، نه خلک. نن د بشري حقونو او له یوې داسې ډلې سره مشارکت او تعامل کول چې افغانستان یې په زندان او قبرستان بدل کړی دی، همدا مانا لري. په شل کلنه جګړه کې له کراچي تر تورخمه او بیا له بحر هند تر بولدکه هر ډول بهرنیو اکمالاتي قطارونو محفوظ رسېدل او د تروریزم د روزنې، تمویل او رهبریت مراکز ازاد پرېښودل د همدې په خاطر وو. دا چې د پرون قهرمان د نن تروریست او د نن تروریسټ د سبا قهرمان کونه لوبه روانه ده، کېسه ټوله جغرافیې ته جوړه ده.

غرب سره مشارکت او دوښمني:
افغانان ونتوانېدل له غرب سره خپلې مشترکې ګټې تعریف کړي. افغانستان ته که دجیوسټراتیژیک، جیو پولیټیک او جیو اکنامک له نظره وکتل شي، نو د افغانستان ښه شریک کېدلای شي. افغانستان داسې سټراتیژیک شرېک شي چې د ګډو ګټو پر بنسټ وي. ګډې ګټې د ملت ګټې دي. دما او ستا ګټې دي.

له نړۍ خصوصا امرېکا سره اړېکو ته دې دودیز مذهبي، دودیز کلتوري، دودیز تاریخي لینزونو پرځای د معاصرو واقعي فاکټونو، تحولاتو، نړېوالتوب او په هر ډګر کې د معاصرو پرمختګونو له عینکو څخه وکتل شي. دلته فاکټ دادی چې که که مجاهد دی، که ملا دی که طالب دی، که چپ دی او که راست، په جنګ کې د امرېکا ګډ شریک وو، نو په سیاست کې ولي ګډ سټراټیژیک شریک نشي کېدای؟ عجیبه ده چې د افغانستان په ورانولو کې ورسره ګډ کار کوي، اما په جوړولو کې ورسره دوښمني کوي. دا به ښه وي چې د یوه ګاونډي په درېیم او څلورم لاس قراردادي یې او که دا به د ملي ګټو غوښتنه وي چې د نړېوال ابرقدرت سره مستقیم او برابر شریک؟

شریف جاسوس:
استثناءات به وي اما اکثریت سیاسیون که په هره دوره کې ول هغوی شریف جاسوسان ول او دي. شریف جاسوسان په دې مانا چې هغوی ظاهرا د اسلامپال، ملتپال، دینپال، ملي ګرا، جمهوریتپال، متمدن شریفانه لباس اغوستی وي، اما په پټه د نېږدې او لیرې ګاونډیو جاسوس وي. په ښکاره له ایراني شعار څخه په تقلید د لاشرقیه او لاغربیه شعار ورکوي، او یا دایمان، تقوا او جهاد فی سبیل الله پاکستانی شعار ورکوي، بل. د کور، کالي او ډوډي تر شعار لاندې د اتحاد جماهیر جاسوسان ول. بل به د ولسواکۍ او جمهوریت تر شریفانه شعار لاندې خپله د جاسوسي دنده پرمخ بیایي. دا ډول شریف جاسوسان د ملک، خان، ملا، معلم، ژورنالیسټ، مدنې فعال او مرستندویه کارمند په عبا او قبا کې پټ وي.

د شریفانه سیاسي جاسوس ستونزه داده چې هغوی د ملت ګټې او ارزښتونه نه؛ د پردیو د ګټو لپاره کار کوي.

ګاونډیان هیڅکله دا نه غواړې او تل د شرېفو سیاسي جاسوسانو له لارې دا ډول اړېکو ته د اشغال نوم ورکوي او افغان ملت د یوه بې طرفه، ناپیلې او خپلواک شریفانه شعارونو لاندې، له نړۍ منزوي کوي. همدا تګلاره ګاونډیو ته فرصت ورکوي چې تل د لویو قدرتونو سره په تعامل د افغانستان په اړه دوی پرېکړې وکړي. همدې تګلارې دمذهبي افراطي نیابتې ډلو روزنې او پالنې ته زمینه برابرې کړې ده. همدا تګلار د انحصاري، استبدادي او جنګي ډلو د مطلق العنان قدرت سبب کېږې

نن بیا د اګسټ د۳۱مې په اړه به ډېری شریف جاسوسان له افغانستان څخه د امرېکایانو د وتلو شریفانه چیغې وکړي، د اخریني عسکر د وتلو عکسونه به نشروي او د ازادۍ ډول به یې غاړې ته اچولی وي، اما په پټه به یې معامله ډالري او جاسوسي وي. دوی په داسې حال کې د بهرنیانو د ماتې خبرې کوي چې هغوی ته یې د ګدایي لاس نېولی دی! دا څنګه د الله تعالی مرسته ده چې د افغانستان په جوړولو کې ورسره نه وي او په ورانولو کې ورسره وي!.

حل لارې:
د امرېکا او غرب سره د اړېکو په اړه ملي بحث پیلول: یوه لار یې داده چې افغانستان کې د یوې قانون مندې ټولمنلې پروسې له لارې قانونمند او مشروع نظام رامنځته شي او په افغانستان کې د امرېکا د قانونمند حضور لکه په نوره نړۍ کې چې ده، ملي بحث پیل شي چې دا د افغانستان د اوږدمهال په ګټه ده او که په تاوان؟

دداسې لوړ او سټراتیژیک بصیرت لپاره په کور د ننه د شریفانه سیاسي جاسوسانو پرځای د ملي سیاستوالو پېژندل او د یوې ولسي شفافې پروسې له لارې د واک شراکت او وېش ولس ته محول کول دي. د هر ډول تکفیري او ظاهرا شریفانه او مقدس اما غولوونکو شعارونو پرځای باید داسې نظام رامنځته کړو چې هر افغان خپل ځان، خپله ګټه او راتلونکې په خپل نظام کې وویني.

موږ نړۍ ته ضرورت لرو او نړۍ افغانستان ته. مشروع نظام دې دا معامله مستقیما د نړېوال کلي له خان/خانانو سره حل کړي. پټې معاملې، پټ قرلردادونه او پټې کڅوړې د افغانستان ثبات او پرمختګ د تل لپاره ناممکنه کوي.

شریف شریک رول لوبول نه د ذلیل شریک: د غرب او نړۍ سره د تصادم او ټکر پر ځای داسې شراکت رامنځته کړو ترڅو زموږ ملي ګټې تضمین کړي. د افغانستان ستونزه هغه وخت حلېږې چې د اسلامي امت پر ځای د افغان ملت د ستونزو پر حل خبرې وشي. د مسلمانانو د ستونزو پرځای د افغانانو ستونزو ته حل ولټوو.

د کنټرول او مسوولیت ساحه متمدنه، تعلیم یافته، نظام محوره، قانون محوره، سیاست محوره، ولس محوره او اقتصاد محوره کړو.
د تشویش ساحه زموږ د مسوولیت ساحه نه ده. افغانان د کنټرول او مسوولیت د ساحې نه زیات د تشوېش د ساحې په اړه پالیسي او سیاستونه نیسي، نه د مسوولیت د ساحې په اړه.

نه دوښمني، نه شریف جاسوس او نه ذلیل شریک نتیجه ورکوي، بلکې شریف شراکت چې د ګډ ګټو پر محور وي، افغانستان ثبات ته رسولای شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here