پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانامیر خان متقي؛د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره غږېدلی

امیر خان متقي؛د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره غږېدلی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچ خبرې کړې.

امیرخان متقي په دې تلیفوني تماس کې د ایران پر خاوره د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض وباله.

هغه همداراز ډاډ ورکړی چې افغانستان به د سعودي عربستان د حج له مراسمو راستنېدونکو ایراني حجاجو د خوندي انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

عباس عراقچي په دې خبرو کې د طالبانو حکومت له دریځ مننه وکړه او افغانستان یې یو ښه، ملاتړی او خواخوږی ګاونډی یاد کړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here