پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانخالد حنفي:له ږیرې، لونګۍ او حجاب پرته د اسلام تعریف نیمګړی دی

خالد حنفي:له ږیرې، لونګۍ او حجاب پرته د اسلام تعریف نیمګړی دی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، محمدخالد حنفي، ويلي چې بې له ږيرې او حجاب څخه د اسلام تعريف نيمګړی دی.

د یاد وزارت وياند، سيف‌الاسلام خيبر، د خالد حنفي د وينا يو غږيز پيغام د ایکس پر پاڼه خپور کړی چې نوموړي پکې ویلي: «که تاسو دستار، ږيره او حجاب ته اسلام نه واياست؛ نو اسلام څه شی دی؟»

هغه زياته کړې چې اسلام د منکراتو، لکه بې‌حجابۍ او ږيره خريلو له مخنيوي سره پېژندل کېږي.

نوموړي پخوا دنياوي زده کړې «مباح» بللې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here