د هند په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوې هیليکوپټر سقوط کړی چې له امله یې د یو ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
پېښه نن سهار د یاد ایالت په ځنګلونو کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې لامل خراب موسم ښودل شوی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې یوازې یوه اونۍ وړاندې هم په هند کې د یوه مسافر وړونکي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۲۷۰ کسان وژل شوي وو.