د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې د اسراییلي بریدونو په برخه کې له ایران سره جګړه کې ښکېل نه دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا پر ګټو برید وکړي؛ نو امریکا به داسې سخت او بېساری ځواب ورکړي چې ساری به یې نه وي لیدل شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا وړتیا لري د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ژر پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرایيلي سرچینو آکسیوس ته ویلي، د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې د تلابیب چارواکو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ایران د فردو اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې مستقیم ګډون وکړي.