د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، په تېرو دوو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو له امله شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې د پارلمان په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ بېلتونپالې ډلې د هند په ګټه جګړه کوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دې موده کې پر پوځ تر ټولو ډېر بریدونه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ترسره شوي دي.