پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستاند ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ؛د ایران او افغانستان ترمنځ پوله د...

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ؛د ایران او افغانستان ترمنځ پوله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې

د اسرائیل او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله د ایران او افغانستان ترمنځ پوله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي.

احمد ضیا شینوزاده، چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی دی، ویلي چې له پرون راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو لېږد درېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د کلني سوداګریز حجم ارزښت شاوخوا پنځه میلیارده ډالرو ته رسېدلی و.

تر اوسه د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here