د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې امریکایي اډې ګواښلي.
دغه ځواک پورې تړلې رسنۍ ویلي، چې سپاه پاسداران وایي، راتلونکي کې به جګړه نوره هم پراخه شي.
دوی ګواښ کړی، چې سیمه کې به د اسرائیلو د مرسته کوونکو نظامي اهداف له منځه یوسي.
خو تر دې وړاندې، د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازولۍ په ملګرو ملتونو کې، د دې سازمان د امنیت شورا په یوه تازه بېړني غونډه کې، له داسې بریدونو څخه د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا پر پوځي اډو او کارکوونکو بریدونه به «سختې پایلې» ولري.
بل لوري ته، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شوی، ویلي چې پر ایراني هدفونو بریدونه به دوام ولري.
په دغه بیان کې راغلي: «د اسراییلو هوایي ځواک لا هم د هغو هدفونو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اړین ګڼل کېږي.»