د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله، د اسراییل له لوري پر ایران ترسره شوي وروستي هوایي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې یو ښکاره تیری بللی دی.
عبدالله په یوه خپره کړې اعلامیه کې د بریدونو له امله د ایران له ولس سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د وژل شویو ایرانیانو د کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
هغه د پېښې قربانیان “بېګناه ملکي وګړي او چارواکي” بللي چې د ده په وینا، د یوې ناروا یرغلګرې حملې ښکار شول.
نوموړي له نړیوالو بشري او سیاسي بنسټونو او د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي، چې د اسراییلي رژیم پر ضد چوپ پاتې نه شي او د دې نامشروع او جنایتکارانه بریدونو د مخنیوي لپاره باید عملي اقدامات ترسره کړي.
عبدالله ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي ګواښ پېښوي.