د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان حکومت د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې غچ اخیستل له شاه رګ څخه هم اسراییل ته نږدې دي.
یاد حکومت په یوه بیان کې اعلان کړی چې له همدې شېبې یې د اسراییل د پښېمانه کولو لپاره دفاعي، سیاسي او حقوقي اقدامات پیل کړي او «خوب به پرې حرام کړي.»