امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له ایران سره د روانو ترینګلو اړیکو له امله، متحده ایالات د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو خپل کارکوونکي وباسي.
د راپورونو له مخې، واشنګټن دا مهال د بغداد له سفارته غیر ضروري ډیپلوماتان او د خلیج فارس په څو پوځي اډو کې د مېشتو امریکايي پوځیانو کورنۍ باسي.
دغه پرېکړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د جدي اندېښنو له امله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سيبياس نیوز راپور ورکړی چې اسراییل پر ایران برید ته چمتو شوی دی.