د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وایي، دا مهال د هلمند له سینده د ایران د حقابې یوه برخه انتقالیږي او د دې بهیر د دوام لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.
نوموړې دغه څرګندونې د کابینې د غونډې په څنډه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې.
مېرمن مهاجراني زیاته کړې: «د هلمند د اوبو حقابه یوه اوږدمهاله موضوع ده او دولت هڅه کوي چې دا مسله د دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې حل کړي.»
د یادونې ده چې ډېری وخت د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر سر ناندرۍ راپورته شوي؛ خو د طالبانو حکومت وایي چې د حقابې ورکولو ته ژمن دي.